یو شمېر کونړیان: طالبانو د ناړۍ او اسمار ترمنځ سړک او اوبه دواړه تړلي

ارشیف، د کونړ یوه لاره

د کونړ یو شمېر اوسیدونکي وایي، د دې ولایت د ناړۍ او اسمار ولسوالیو ترمنځ غځيدلی سړک وسله والو طالبانو د هر ډول ترافیکو پر مخ تړلی چې له امله يې د یادو ولسوالیو ترڅنګ د نورستان د کامدیش او برګیمټال ولسوالیو اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کونړ ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو اوسیدونکي وايي، له یوې اوونۍ زیاته موده کېږي چې وسله والو طالبانو د دوی پر مخ اسعداباد ته غځېدلې لاره تړلې او هر ډول تګ راتګ يي پرې بند کړی دی.

د ناړۍ اوسیدونکی احمد ضیا وایي: "لارې بندې دي، خوراکي توکي نشته، زموږ د سېمې ځوانان، سپین ږیري، ناروغان او ټول خلک له مشکلاتو سره مخ دي."

د غازي اباد اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو د لارو بندولو ترڅنګ پرې د څښلو او د ځمکو خړوبولو اوبه هم بندې کړي چې دوی يې ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د غازي اباد د بارګام اوسیدونکي عبدالرحمن وویل: "دا څو ورځې کېږي چې لاره بنده ده. په پښو به خلک تلل هغه هم بند شول. دلته خوراکي توکي، درمل او نور شیان مخ په کمېدو دي او نرخونه يې هم لوړ شوي دي. خلک له خپلو کورنیو جلا دي."

د کونړ ولایتي شورا وايي، پر یاده لاره د ختيځ نورستان د کامدیش او برګيمټال ولسوالیو اوسیدونکي هم اسعداباد، جلال اباد او مرکز پارون ته تګ راتګ کوي او په خبره یې که په غازي اباد کې وسله وال طالبان د لارې بندولو ته دوام ورکړي، نو ولسونه به د ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

د ولایتي شورا غړي او د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی ملک شېرزمین خان وایي: "دغه لاره د مخالفینو له خوا بنده شوې چې له امله يې د غازي اباد ولسوالۍ، د ناړۍ ولسوالۍ، د نورستان د کامدیش او برګیمټال ولسوالیو ولسونه له یو خوا د غذايي موادو د نشتون سره مخ دي، بل خوا اوړی دی ناروغۍ هم زیاتې دي د کرونا ناروغان هم زیات دي، نو په ولس يي ډېر بد تاثیر کړی دی. خلک يې رواني مشکل سره مخ کړي دي."

حکومتي مسوولین بیا وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې یې هڅې پیل کړي چې د ناړۍ او اسمار ولسواليو ترمنځ بنده لاره له ماینونو پاکه کړي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید

د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل: "د ناړۍ او غازي اباد ترمنځ لاره خلاصه شوې ده او اوس د غازي اباد او اسمار ترمنځ د ډپ خوړ او ډپبروړو ساحو کې عملیات روان دي، په نږدې ورځو کې به دا لاره هم خلاصه شي."

تر اوسه وسله والو طالبانو د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ د لارې تړلو او هلته د حکومت له خوا د پیل شوېو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دغه لاره په داسې حال کې د ترافیکو پرمخ تړل کېږي چې د نورستان د دوه ولسوالیو په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شااوخوا ۸۰ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو پر لاسونو سقوط شوي دي.