ولسمشر غني امریکا ته لاړ؛ کارپوهان او مدني فعالان له دې سفره څه هیلي لري؟ 

ولسمشر غني

په داسې حال کې چې د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ پلاوی امریکا ته رسېدلی او ټاکل شوې له امریکايي چارواکو لوري سره وګوري په افغانستان کې سیاسي کارپوهان او د مدني ټولنو فعالان له دې سفره څه هیلي لري؟

د مدني ټولنو غړی خلیل روفي وايي، دوی هیله لري چې افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

نوموړی غوښتنه کوي چې دې سفر کې باید دواړو لوري د سولې د روانې پروسې په اړه یوې پایلې ته ورسېږي، ځکه د ده په وینا که دا کار ونه شي نو په افغانستان جګړه پر یو انساني ناورین بدلیدونکې ده.

د مدني ټولنو غړی خلیل روفي

روفي زیاته کړه: "له بده مرغه چې جګړه بیخي زیاته شوې او هره ورځ مو قرباني ورکوو اویوازینې لاره چې دا حالت ښه کېدای شي هغه سوله ده نو زموږ یواځینې غوښتنه دا ده چې دا سفر د سولې برخه کې لاسته راوړنې ولري او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې د انسټیټیوټ مشر یاسر احمدزی وایي، ښايي په دې سفر کې دواړه لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او دا شان د سولې په پروسه کې د پاکستان په رول خبرې وکړي.

نوموړی وايي، ځینې مسایل شته چې ګونګ دي او باید دواړه اړخونه پرې خبرې اترې وکړي: "په ټوله کې به د یو شمېر مسایلو په حل لارو بحثونه وشي لکه که امریکا له افغانستانه وځي په راتلونکې کې به ډیپلوماتیک مسایل څنګه مخکې ځي؟ د امریکا حضور به څنګه وي؟ ایا دا حضور به د افغان نظام د بقا لپاره کار ورکوي او که نه، دا شان د پاکستان په اړه ځکه ویل کېږي چې امریکا په پاکستان کې ځانته اډې جوړوي نو فکر کوم دا هغه مسایل دي چې په دې ناسته کې به پرې بحثونه وشي."

د افغانستان د سولې د انسټیټیوټ مشر یاسر احمدزی

بل خوا د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان دا سفر د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکی بولي.

له ډلې يې جاوېد مومند ازادي راډيو ته وویل چې دې سفر کې باید په درېیو مهمو مسایلو بحثونه وشي:

  • د دواړو هېوادونو راتلونکې اړیکې.
  • د امنیتي ځواکونو تجهیز او تمویل.
  • دا شان له ترورېزم سره مبارزې څرنګوالی.

ښاغلي مومند زیاته کړه: "په دې ناسته کې به بحثونه وشي چې زموږ او د نړۍ ډیپلوماتیکې اړیکې څه ډول وي؟ دا شان د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز موضوع ډېره مهمه ده ځکه اوس تاسې ګورئ چې جګړې زور اخیستی او هره ورځ موږ تلفات ورکوو د دې ترڅنګ به د ترهګرۍ سره د مبارزې په څرنګوالي هم بحثونه وشي."

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تېره شپه واشنګټن ته د دوه ورځني سفر په مخه روان شول، څو د امریکا د متحد ایالاتونو له ولسمشر جو بایډن او یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې وکړي.

په دې سفر کې له افغان ولسمشر سره د ده لومړۍ مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب او یو شمېر نور جګپوړي چارواکي ملګرتیا کوي.

ارګ په یوه بیان کې څرګنده کړې ده چې ولسمشرغني به د دې سفر په ترڅ کې د کانګرس له غړیو او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو سره د افغانستان او امریکا د اړیکو د نوي فصل په باب خبرې وکړي.

دا سفر داسې مهال دی چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی او د دې هېواد له بېلابېلو ولایتونو نه د ځینو ولسوالیو د لاس په لاس کېدو خبرونه ورکول کېږي.

په دې اړه نور: جنرال میلي: د افغانستان امنیتي وضعیت له نږدې څارو

تازه د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي، د امریکا د کانګرس یوې غونډې ته ویلي چې د افغانستان له ۴۱۹ ولسوالیو څخه د ۸۱ ولسوالیو مرکزونه طالبانو نیولي، خو نوموړي ویلي دا چې طالبان وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې په لسګونو ولسوالۍ نیولي دا درسته نه ده، ځکه د ده په وینا طالبانو تېرکال مخکې له دې چې امریکا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر پیل کړي، په ۶۰ ولسوالیو کنټرول درلود.