ایټالیا د افغان کډوالو د احتمالي بهیر ورماتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه

آرشیف، یونان کې د کډوالو کښتۍ

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي له افغانستانه د کډوالو د احتمالي بهیر ورماتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ښایي ګڼ شمېر افغانان اروپا ته مهاجر شي.

ټاکل شوې ده چې ټول بهرني ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

ښاغلي دراګي د اروپایي هېوادونو د مشرانو تر غونډې یوه ورځ مخکې، د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره باید ټول سره همکاري وکړو.

ښاغلي دراګي انتقاد وکړ چې د اروپایي ټولنې مشرانو د کډوالو مساله له پامه غورځولې ده او په تېرو درېیو کلونو کې د ۲۷ اروپایي هېوادونو په سرمشریزو کې کله هم دا مساله په اجنډا کې نه ده شامله شوې.

د اسیا او افریقا اکثر کډوال د ایټالیا او یونان له لارې لویدیځې اروپا ته قاچاقي ځي.

ټاکل شوې ده چې نن د اروپایي ټولنې د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه په بروکسل کې پیل شي.