کندهار چارواکي: میوند ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۵ ملکیان وژلي

د افغانستان په نقشه کې د کندهار ولایت

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې تېره شپه د مسافرو پر ۴۰۴ډوله موټر د سړک غاړي ماین چاودنه کې ۵ ملکیان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه د میوند ولسوالۍ د ګچ کارېز په سیمه کې رامنځ شوې.

د بارکزي په وینا په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بارکزي د پېښې مسوول وسله وال طالبان بولي، خو دغه ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.