یوناما: ۳ میاشتو کې امنیتي پېښو افغان مېرمنې زیاتې قرباني کړي

یو شمېر افغان مېرمنې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشره وايي، د روان کال د لومړیو درېیو میاشتو په امنیتي پېښو کې افغان ښځې زیاتې قرباني شوي دي.

دیبرا لاینز پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې انلاین غونډې ته په خبرو کې په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ وبلله.

نوموړې وویل: "د ۲۰۲۱میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ملکیانو مرګ ژوبله د تېر کال د همدې مودې پر تله ۲۹ فیصده زیاته شوې ده. له بده مرغه د ښځو مرګ ژوبله ۳۷ فیصده او د ماشومانو مرګ ژوبله ۲۳ فیصده زیاته وه."

د یوناما مشرې د افغانستان د جګړې له ټولو اړخونو غوښتنه وکړه چې د شخړو پرمهال د نړیوالو بشري قوانینو له مخې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

تردې مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې تېر میلادي کال تر ۲،۰۰۰ زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.