د افغانستان دفاع وزارت: له ټولو هغو کسانو ملاتړ کوو چې د طالبانو پر وړاندې جنګېږي

ارشیف، له افغان ځواکونو سره د طالبانو ضد یو شمېر سیمه‌ییز جنګیالي

‎‎د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو شدت او د ولسونو د پاڅونونو تکل!

‎د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بغلان د دوشي او بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د بېرته لاسته راوړو خبره کوي، خو ځینو سرچینو بیا ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ویلي چې د کندز ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي.

هاخوا سیمه‌ییزو سرچینو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته تأیید کړې چې یوازې د کندز ولایت مرکز د دولت په ولکه کې دی.

‎بل‌خوا ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله کې شېر خان بندر سیمه هم د طالبانو تر ولکې لاندې ورغلې ده.

‎خو په دې اړه دولت رسمي څه نه‌دي ویلي.

دفاع وزارت تازه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د کندز ولایت علي‌اباد ولسوالۍ بېرته د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

ارشیف، کندز کې د افغان ځواکونو عملیات

‎خو د میدان وردګو امنیه قوماندان مصطفی مایار ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته تأیید کړې چې د دغه ولایت جغتو ولسوالۍ بېګاه شپه د طالبانو په لاس سقوط شوې ده.

اوس د افغانستان په ولایتونو کې د ولسوالیو سقوط او بېرته نیول د ورځو نه د ساعتونو خبره ده.

‎د جګړو دې شدت په یو شمېر ولایتونو کې ولسي پاڅونونه هم رامنځته کړي چې یو شمېر یې د پخوانیو جهادي قوماندانو له‌خوا رهبري کېږي.

‎په شمالي ولایت بلخ کې د دغه ولایت پخواني والي او د جمعیت اسلامي ګوند یوه مشر عطا محمد نور تېره ورځ له خلکو غوښتي و چې د طالبانو پر ضد جګړو ته دې راټول شي.

‎نوموړي رسنیو سره خبرو کې ویلي چې خلکو د ده دا غوښتنه منلې او د طالبانو پر وړاندې جګړو ته بسیج شوي دي.

عطا محمد نور

‎بل‌خوا په دغه ولایت کې د حزب وحدت نوین اسلامي مردم افغانستان مشر عباس ابراهیم‌زاده هم له خپلو کسانو سره په ورته چارې لاس پورې کړی دی.

‎ښاغلي ابراهیم‌زاده ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "بلخ ولایت له سقوط سره مخ و، ان د ښار په څلور کیلو مترۍ کې هم طالبان رارسېدلي و، ما پرون له کابله حرکت وکړ او بلخ ته ځکه راغلم چې خلک او امنیتي ځواکونه همغږي کړم چې له بلخ نه دفاع وکړي، له نېکه مرغه اوس دلته د یو ښه حالت او امنیتي ځواکونو د لوړ مورال شاهدان یو."

‎ښاغلی ابراهیم‌زاده چې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی هم دی پر ټولو نفوذي خلکو غږ کوي چې د خپل هېواد د دفاع او جګړو د کمولو لپاره لاس په کار شي.

‎په بغلان ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو یو قوماندان جلال‌الدین باجګاهي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې که خلک وغواړي او بسیج شي هېڅ‌څوک یې پر هېواد یرغل نه‌شي وړلی.

ښاغلی باجګاهي وايي: "د طالبانو د سقوط پر مهال هم همدا خلک و چې دوی یې په شا وتمبول، د دفاعي ځواکونو په لیکو کې هم همدا د عامو خلکو زامن دي، اوس هم کله چې همدې عامو خلکو ته وسلې او مهمات ورکړل شي تاسو به شاهدان واوسئ چې هر ورځ لږترلږه لس لس ولسوالۍ به له طالبانو بېرته واخلي."

‎د دې تر څنګ ټاکل شوې نن د پروان ولایت د مجاهدینو شورا هم د طالبانو پر ضد د جګړو لپاره خپل موجودیت اعلان کړي.

‎د افغانستان ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، دوی له ټولو هغو خلکو ملاتړ کوي چې له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

‎ښاغلي امان زیاته کړه: "په ټوله کې هغه کسان چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ درېږي او د طالبانو پر وړاندې مبارزه کوي، ملي دفاع وزارت او امنیتي او دفاعي سکټور د دوی ته د زمینې برابرولو، مهماتو او وسلو د ورکړې ترڅنګ هر اړخیزه ملاتړ کوي."

‎دفاع وزارت داسې مهال له دغو خلکو خپل ملاتړ اعلانوي چې په دې وروستیو کې په اکثرو ولایتونو کې جګړو شدت موندلی او ډېرې ولسوالۍ د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.

‎خو طالبان بیا وایي ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به دا ‌‌‌‌‌‌ډول پاڅونونه مهار کړي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دا ولسي پاڅون کوونکي نه‌دي، بلکې سیمه‌ییز دولتي وسله‌وال دي.

‎د يادونې ده چې په افغانستان کې د جګړو او تارتریخوالي لمن د مې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د بهير په پیل سره پراخه شوې ده.

‎ټاکل شوې چې دا بهیر د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې بشپړ شي.