د میدان وردګو امنیه قوماندان: جغتو ولسوالۍ سقوط شوه

د افغانستان په نقشه کې د میدان وردګ نقشه

د میدان وردګو امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت جغتو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې.

د دغه ولایت امنیه قوماندان سمنوال مصطفي مایار نن سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) ازادي راډيو ته تائید کړه چې د جغتو ولسوالۍ تېره شپه د طالبانو لاس ته لویدلې.

دی وايي: "په جغتو ولسوالۍ کې زموږ د ټولو امنیتي ارګانو سرتیري موجود وو، خو په خواشینۍ سره چې هلته د دښمن نفوذي کسان وو او په دې بریالي شول چې دا خلګ تسلیمۍ ته مجبور کړي، په خواشینۍ سره باید ووایم چې تېره شپه دا ولسوالۍ سقوط شوه."

نوموړی وايي، په یاده ولسوالۍ کې ۲۳ ملي پولیس، ۴ د ملي امنیت سرتیري او ۱۳ د ملي اردو سرتیري موجود وو چې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

مایار وايي، په ولسوالۍ کې ټول نظامي تجهیزات هم د وسله والو طالبانو لاسونو ته لویدلي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یادې ولسوالۍ د سقوط پخلی کړی او ویلي یې دي چې ټول سرتیري ورته تسلیم شوي او مهمات هم د دوی لاسونو ته ورغلي دي.