دفاع وزارت: جګړو کې پرمختګ،شاتګ کېږي، د سیمو نیولو ته مشخص پروګرامونه لرو

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

بلخ؛ د افغانستان په شمال کې له لویو او مهمو ولایتونو څخه دی چې دا وروستۍ څو ورځې په کې د افغان پوځیانو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

یوازې له وړمې شپې راهیسې د بلخ د سیمه ییزو چارواکو د تایید له مخې وسله والو طالبانو د بلخ، دولت اباد، شولګرې او کشنده ولسوالیو کنټرول په لاس کې اخېستی.

د دې ډلې جنګیالي ان تر دې بریده مخته تللي وو چې دوشنبه یې د ښار له دروازو سره عکسونه وایستل او په خواله رسنیو کې یې خپاره کړل.

دفاع وزارت چې اکثر د ولسوالیو تر سقوط وروسته دا کار تکتیکي شاتګ بولي، د ورځې ناوخته اعلان کړه چې د بلخ له دروازو طالب جنګیالي وتښتېدل.

په دې اړه نور: افغانستان کې د جګړې دوام؛ طالبانو د بلخ پنځه او د بغلان دوه ولسوالۍ ونیولې

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د بلخ له دروازو د افغان عسکرو عکسونه خپاره کړل او ورسره یې ولیکل:"ترهګر د مزار شریف ښار له دروازو سره له نږدې سیمو وتښتېدل."

۲۰۹ شاهین قول اردو بیا دوشنبه ناوخته بېرته د بلخ ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه او ویې ویل چې ۳۱ طالبان یې وژلي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

په بلخ کې د جنګونو په تودېدو سره د دغه ولایت یوه پخواني والي او د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې په بلخ کې به د طالبانو پرضد جګړه پیلوي او نورو سیمو کې هم "مجاهدین" هڅوي چې د افغان پوځیانو ترڅنګ ودریږي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل هم دوشنبه ناوخته ادعا وکړه چې د شولګرې او کشنده د لارو په اوږدو کې په هوايي بمباریو سره د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان جمعه خان په شمول ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند ښاغلی امان بیا وايي، په جنګي حالاتو کې پرمختګ یا شاتګ طبیعي خبره ده، خو د سیمو د بیا نیولو لپاره مشخص پروګرامونه موجود دي.

دی زیاتوي: "موږ په یوه بشپړ جنګي وضعیت کې یو. د جګړو لمن پراخه شوې. په داسې یوه حال کې مختګ او شاتګ یوه طبیعي خبره ده معمولاً واقع کېږي، خو د هغو سیمو د بیا نیولو لپاره چې له لاسه تللي مشخص پلان او پروګرام موجود دی. په تخار کې پراخې سیمې د طالبانو له وجوده پاکې شوې په همدې ترتیب به په نورو ولسوالیو کې به هم زموږ عملیاتونه په منظمه توګه اجرا شي."

دا یوازې بلخ نه دی چې په ولسوالیو کې یې جګړې روانې دي بلکې سمنګان، سرپل، فاریاب، جوزجان، هاخوا په شمال ختیځ کې د بغلان، ورپسې کندز، تخار او بدخشان ځینې ولسوالۍ او په دې سربېره د افغانستان په جنوب کې د پکتیا ځاځي اریوب او په ارزګان کې ځینې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي یا یې د بیا نیولو لپاره افغان پوځیان جګړې کوي.

د دوشنبې په ورځ د بغلان د دوشي او جلګې په ولسوالیو سربېره د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د سقوط راپورونه هم ورکړل شول.

د طالبانو او افغان پوځیانو تر منځ جګړو وروسته له هغه زور واخېست چې بهرنیو ځواکونو د مې له لومړۍ له افغانستانه وتل پیل کړل. په دې موده کې د شااوخوا دېرشو ولسوالیو د لاس په لاس کېدو راپورونه ورکړل شوي او دا شمېر هره ورځ په بدلېدو دی.

هاخوا د طالبانو رهبر ملا هیبت الله په یوه پيغام کې چې د دې ډلې ویاندویانو په خپلو پاڼو خپور کړی د ګڼو د ده په خبره "فتوحاتو" ادعا کړې او خپلو جنګیالیو ته یې سپارښتنه هم کړې چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره پوره کوښښ وکړي او که څوک ورته تسلېمېدل ښه چلند دې ورسره وکړي.

د ولسوالیو یو په بل پسې لاس په لاس کېدل او د جنګونو زیاتېدو د ولسي جرګې غړي سخت اندېښمن کړي.

د کندز د خلکو استازي کمال صافي وویل، سرتېرو ته اکمالات نه کېږي: "دغو ولسوالیو ته چې کومې اکمالاتي لارې وې په اصل کې هغه لارې قطعه شوې دغو خلکو 'عسکرو' مرسته نه رسېده، د دې ترڅنګ په کندز کې په زرهاو خلک د جګړو له امله بې ځایه شوي دي."

د کندز د خلکو استازي کمال صافي وویل، سرتېرو ته اکمالات نه کېږي

د بغلان ولایت استازي مامور احمدزي هم نیوکه وکړه چې لوړ پوړو چارواکو د ولسوالیو د سقوط په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

هاخوا د لوګر د خلکو استازي شاپور حسنزي په چارواکو نیوکه وکړه چې د پیاده ځواکونو د ملاتړ لپاره پوره هوايي ملاتړ نشته.

دی وايي: "دا هره ورځ د دغه ملت په لسګونو بچي چې دریشي یې په غاړه ده شهیدانیږي او ورځ په ورځ ولسوالۍ سقوط کوي دا هوايي ځواکونه ولې ورسره مرسته نه کوي؟ دا غټ سوال ده. ایا موږ تېل نه لرو؟ موږ طیارې نه لرو که څنګه؟"

تاوتریخوالی داسې وخت زیات شوی چې د جنګونو د درېدو لپاره هڅو که هغه د سولې پروسه وي یا هم د نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو ټینګار تر اوسه کارنده نتیجه نه ده ورکړې.

د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د لسګونه ولسوالیو د لاس په لاس کېدو راپورونه داسې وخت راځي چې تمه ده را روانه جمعه افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سپينه ماڼۍ کې له خپل امریکايي سیال جوبایډن سره وګوري.

افغان حکومت که څه هم دا په امریکا او ناټو تړلې پرېکړه بللې وه چې بهرني سرتیري به باسي خو په دې یې ټینګار کړی چې افغان پوځیان د نړۍ په نیابت د ترهګرو په وړاندې جنګېږي او په کار ده چې په دې جګړه کې یې لاسنیوی وشي.