د اشرف غني مشورتي ناسته؛ 'سوله د افغانستان دولت لومړیتوب دی'

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره مشورتي غونډه

د افغان ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره په هغه مشورتي غونډه کې چې نن په ارګ کې جوړه شوې وه، ټینګار وشو چې د سولې پروسه د افغانستان د دولت لومړیتوب دی او مخ په وړاندې ګامونه به‌یې د تفاهم او اجماع په رڼا کې اخیستل کېږي.

په دې اړه د ولسمشرۍ په ټویټرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو ته د افغان ولسمشر او مل پلاوي د سفر په اړه هم مشوره وشوه او هغه مهم وبلل شو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته واشنګټن ته د ورتلو بلنه ورکړې. د سپینۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې دغه کتنه به د راروانې جمعې په ورځ ترسره شي.

ښاغلي عبدالله د ولسمشر بایډن د دې بلنې هرکلی کړی دی.

عبدالله د دې شورا په ټویټرپاڼه کې ویلي چې دې د امریکا او افغانستان د اړیکو او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د رامنځته کېدو په اړه رغنیزو غونډو او بحثونو ته سترګې په لاره دی.

سپینې ماڼۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې له افغانستان سره د خپلو ډیپلوماتیکو، اقتصادي او بشري همکاریو ډاډ ورکړی او هم‌‌یې ټینګار کړی چې افغانان باید د جګړې د ختمولو په هدف با مفهومه خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې دغه‌راز ویل شوي چې متحده ایالات به د سولې د روانې پروسې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.

ولسمشر بایډن افغان ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله داسې مهال سپینې ماڼۍ ته وربولي چې د پرېکړې له مخې یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر ګړندی پر مخ ځي.

بایډن ویلي چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې به دغه بهیر بشپړ شي، خو یو شمېر امریکایي چارواکو ویلي چې ښایي دغه بهیر تر ټاکلي وخت مخکې یعنې د راتلونکې جولای میاشتې تر نیمایي بشپړ شي.

له کله چې دغه بهیر د مې له میاشتې راهیسې پیل شوی، وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې حملې زیاتې کړې دي.