د بلخ شولګره ولسوالۍ د 'وسله‌والو طالبانو' له‌خوا ونیول شوه

ارشیف، بلخ کې د افغان ځواکونو عملیات

د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ امنیه قومانداني وايي چې دغه ولسوالۍ نن سهار د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ونیول شوه.

د شولګرې امنیه قوماندان سید عارف اقبالي دغه موضوع تأیید کړې ده.

وسله‌والو طالبانو تېر ماښام د شولګرې ولسوالۍ او قوماندانۍ پر ودانیو ډله‌ییز بریدونه وکړل.

قوماندان وايي چې تر ۱۲ ساعته جګړې وروسته وسله‌والو د ولسوالۍ مرکز ونیوه.

ویل شوي په دې نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې نه‌دی څرګند.