جو بایډن راروانه جمعه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله کوربه دی

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله

سپېنې ماڼۍ ویلي راروانه جمعه به ولسمشر جو بایډن د خپل افغان سیال محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله کوربه وي.

د سپينې ماڼۍ په بیان کې راغلي چې واشنګټن ته د افغان لوړپوړو چارواکو سفر به د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د دوامداره مشارکت څرګندونه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې امریکا د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده څو یقیني کړي چې دا هېواد هېڅکله بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل نه‌شي چې ترې امریکا وګواښل شي.

سپینې ماڼۍ له افغانستان سره د خپلو ډیپلوماتیکو، اقتصادي او بشري همکاریو ډاډ ورکړی او هم‌یې ټینګار کړی چې افغانان باید د جګړې د ختمولو په هدف با مفهومه خبرې وکړي.

امریکا ویلي د سولې د روانې پروسې بشپړ ملاتړ ته به دوام ورکړي.

افغان ولسمشر او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس داسې وخت امریکا ته ځي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پيل سره هم‌مهاله په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او په دې نږدې درېیو میاشتو کې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ د نږدې ۳۰ ولسوالیو د لاس په لاس کېدو راپورونه ورکړل شوي.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي په تخار، فاریاب، جوزجان، سمنګان، فراه او پکتیا کې لږترلږه شپږ نورې ولسوالۍ یوازې په تېر یوه اوونۍ کې د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي.