د ملابرادر وروستي څرګندونې څومره له واقعیتونو سره اړخ لګوي؟

د افغانستان د سولې د انسټیټیوټ مشر یاسر احمدزی

د افغانستان د سولې د انسټیټیوټ مشر یاسر احمدزی وایي، په دې کې شک نشته چې طالبانو ته به هم دا جوته شوي وي چې د جګړې له لارې نه شي کولای پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړي، خو د نوموړي په وینا یوه ستونزه چې د افغانستان پر سولې او جګړې یې سیورۍ غوړولی دا دی چې د جګړې ښکېل اړخونه په دې برخه کې واضح دریځ نه لري.

د نوموړي په باور په دې برخه کې د ملامتي ګوته تر ډېره د امریکا متحدو ایالاتونو ته نیول کېږي چې یوه جوړ جاړي تر رسېدو مخکې یې له دې هېواده د ټولو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ چې په دې کار سره یې د جګړې ښکېلو اړخونو ته داسې یوه روحیه ورکړه چې له دې پرته چې د جګړې د دوام لپاره ځانونه چمتو کړي بله لاره چاره نه لري.

نوریاس نوري له ښاغلي احمدزي سره د مرکې په پیل کې دا پوښتنه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په پام د طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر دا خبره چې د لانجې پر سوله ییزې حل لارې باور لري، څومره له واقعیتونو سره اړخ لګوي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه