دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي

د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند، فواد امان، ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات په ۸ ولایتونو کې شوي دي: "په نتیجه کې ۱۴۷ تروریستان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات نور یې ټپیان شوي دي. د دې تر څنګ امنیتي ځواکونو د خلکو د تګ راتګ پر لارو په لسګونو ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي."

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په لوګر، تخار، سمنګان او کابل کې له پرون راهیسې د ځینو پوستو د نیولو او افغان پوځیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د سولې له هڅو سره- سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي اندازه نه ده کمه شوې.