چارواکي: نه پرېږدو چې د افغان خاورې ځینې برخې له وسله والو سره وي

افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونه نه پرېږدي چې د افغانستان د خاورې ځینې برخې تل د وسله والو په کنټرول کې پاتې شي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) وویل، د هغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره پلانونه سنجول شوي چې د طالبانو له خوا یې د نیولو ادعا شوې ده: "زموږ امنیتي ځواکونه په تودو سنګرونو کې دي، اجازه نه ورکوي چې د هېواد د جغرافیا ځینې برخې په دایمي ډول له سقوط سره مخامخ شي. هغه ولسوالۍ چې طالبان ادعا کوي د دوی په لاس کې دي، د هغوی د بېرته نیولو او د طالبانو د ځپلو پلان او تدابیر ورته لرو."

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د بلخ یوې باورې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادي راډیو ته وویل چې چهاربولک ولسوالي نن سهار لس نیمې بجې د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شوه.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد هم د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

بل خوا د لوګر امنیې قوماندانۍ ازادي ته ویلي، امنیتي ځواکونو د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د خروار ولسوالۍ له مرکزه خپلې پوستې بل ځای ته انتقال کړي دي.