لوګر چارواکي وايي خروار ولسوالۍ کې یې د خپلو پوستو ځای بدل کړی

د افغانستان په نقشه کې د لوګر ولایت

د لوګر ځایي چارواکي وایي، د افغان ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي په هدف یې په خروار ولسوالۍ کې خپلې پوستې تغیر کړي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت خروار ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او یوازې د افغان ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي په هدف، امینتي پوستې، نوېو ځایونو ته انتقال شوي دي.

د لوګر د ولایت مقام ویاند دیدار لونګ وایي، د خروار ولسوالۍ درې کاله وړاندې، د لوګر مرکز ته انتقال شوې وه او یوازې د خواجه انګور په سیمه کې څلور امنیتي بېزونه ځاى پر ځاى و چې نن یاد ګډ بېزونه هم انتقال شوي او په نویو ځایونو کې ځای پرځای شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تېره شپه یې د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ نقلي مرکز چې د خواجه انګور او پنج پای سیمو تر منځ په یوه قرارګاه کې جوړ و، له شااوخوا امنیتي پوستو سره نیولی دی.