د کډوالو نړیواله ورځ؛ د تاوتریخوالي دوام به لا ډېر افغانان بې کوره کړي

یوه کډواله کورنۍ

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، شااوخوا شپږ نیم میلیونه افغانان د نړۍ په اویا هېوادونو کې د کډوالو یا پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي.

ایران او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر ټولو زیات یې افغاناتو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

نور شااوخوا څلور نیم میلیونه افغانان هم په افغانستان کې دننه د جګړو او نورو ستونزو له امله له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.

یوه هم شاه ګله ده چې د کندهار ولایت له میوند ولسوالۍ څخه د جګړو له امله خپل کور پرېښودو ته مجبوره شوې ده.

نوموړې وايي: "هم مې پلار مړ دی او هم مې سړی 'مېړه' مړ دی. له خپل کوره خالي لاس په دوو پښو راوتلي یو، دغلته په اډه کې ګرځم که کوم کار راته پیدا شي ښه که نه یوه مسلمان ته پلو نیسم چې خیر راکړي ځکه ټول یتیمان را له غاړې دي."

غلام حضرت چې په دې وروستیو کې د بغلان ولایت په تاله وبرفک ولسوالۍ کې د جګړو له امله له خپلې اصلي مېنې بې ځایه شوی وایي، هرڅه ورڅخه پاتې دي.

شکرالله مشکور وایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتیدا سره د بې ځایه شوېو شمېر هم مخ په زیاتیدو دی.

دی وايي: "د خلکو د کرکیلي او کرنې وخت دی، غنم لو ته رسیدلي، کچالو باید راټول شي او د شولو د دوهم فصل وخت دی. د جګړو له امله خلکو هرڅه پریښي او تښتیدلي. که فصلونه مو، غنم او کچالو له منځه لاړ شي او حاصلات یې راټول نه کړو په ستر مصیبت کې به ولوېږو."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند او کمېشنر شکرالله مشکور وایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتیدا سره په هېواد کې دننه د بې ځایه شوېو شمېر هم مخ په زیاتیدو دی.

ښاغلي مشکور زیاته کړه: "له بده مرغه د جنګونو او تاوتریخوالي د زیاتوالي، د وچکالۍ شدت، بې وزلي او بې کارۍ له مله هره ورځ زموږ په داخلي بې ځایه شوېو ور زیاتیږي. داخلي بې ځایه شوي د ټولنې هغه زیانمنونکي قشر دی چې زموږ د نورو هېوادوالو په نسبت له امکاناتو محروم پېژندل کېږي او د ژوند وضعیت له ګواښونو سره مخ دی. دوی نه یوازې د موسمي ناروغیو له امله قربانیان دي، بلکې د کرونا ظالمه څپه هم د نورو په نسبت د دوی لپاره ډېره خطرناکه ده."

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د بې ځایه شوېو شمېر شااوخوا څلور میلیون کسانو ته رسيږي چې یوازې د روان ۱۴۰۰ کال له پیل راهیسې په دې هېواد کې ۱۲۸ زره او ۸۰۰ تنه له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالباسط انصاري ازادي راډیو ته وویل: "د روان ۱۴۰۰ کال راهیسې تراوسه شااوخوا ۱۸ زره او ۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي، که دغه رقم له اوو سره ضرب شي، ۱۲۸ زره او ۸۰۰ تنه کېږي چې د مختلفو عواملو له کبله له لغمان، کندهار، هلمند، فراه، کندز او یو شمېر نورو ولایتونو څخه د جګړو او ناامنیو له امله بې ځایه شوي دي. موږ هڅه کوو چې دوی ته د مرستندویه موسسو او هم د کډوالو وزارت له خوا مرستې ورسوو."

ښاغلی انصاري وايي په افغانستان کې د بې ځایه شوېو شمېر شااوخوا څلور میلیون کسانو ته رسيږي

د افغانستان په اکثرو سیمو کې بې ځایه شوي شکایت کوي چې ورسره لازمې مرستې نه دي شوي او حکومت تورنوي چې د بې ځایه شوېو لپاره یو منظم پروګرام نه لري.

نن د جون شلمه د کډوالو نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د دې وېره شته چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتیدا سره به نه یوازې ډېر نور کسان دې ته مجبور شي چې له هېواده ووځي، بلکې د هېواد دننه به هم د بې ځایه کېدونکو پر شمېر لا ور زیات شي.