د ایران دولتي ټلوېزیون او سیالو کاندیدانو رییسي ته د بریا مبارکي وویله

د ولسمشرۍ کاندید ابراهیم رییسي

د ایران دولتي ټلوېزیون او سیالو کاندیدانو نن شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) د ولسمشرۍ کاندید ابراهیم رییسي ته د بریا مبارکي وویله.

که څه هم په ټاکنو کې د خلکو ګډون اندازه کمه ښوول شوې او د رایو شمېرل روان دي، پرون د ټاکنو په ورځ هم اټکل دا و چې ۶۰ کلن ملا او د قضايیه قوې مشر ابراهیم رییسي به د دغو ټاکنو ګټونکی اعلانېږي.

د ولسمشرۍ کاندیدانو عبدالناصر همتي او محسن رضايي میرقاید، ابراهیم رییسي ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

انتخاباتي چارواکو او دولتۍ رسنیو تر غرمې مخکې وویل چې ابراهیم رییسي تراوسه د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو ۶۰ فیصده رایې ګټلې دي.

که څه هم چارواکو په مشخص ډول نه دي ویلي چې څو رایې کارول شوي، خو ویلي یې دي چې ډېرې رایې شمېرل شوي دي.

د نهايي نتیجو اعلان ښايي څو ورځې وخت ونیسي.