المپیک کمېټه: افغانستان د تکواندو سیالیو کې د بُرونز مډال ګټلی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د تکواندو په اسیايي سیالیو کې د بُرونزو د مډال د ګټلو خبر ورکړی دی.

د المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي حکمت الله زین په دې سیالیو کې وتوانېدو خپل دوه تاجیکستاني او عربستاني سیالانو ته ماتې ورکړي او دا مډال خپل کړي.

دا په روانو سیالیو کې د افغانستان لپاره دوهمه بریا ده.

له دې وړاندې محمد حسن رضايي په ۵۸ کیلو ګرامه وزن خپلو ۴ پاکستاني، کویټي، کوریایي او چین ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ګټلی وو.

د اسیا د تکواندو د ۲۴ مې دورې سیالۍ د لبنان پلازمېنه بیروت ښار کې له درې ورځو راهیسې پیل شوي دي.

په دې سیالیو کې له ۲۱ اسیایي هېوادونو نه ۱۸۹ د تکواندو لوبغاړي سره سیالي کوي.

په دې سیالیو کې شپږو افغان لوبغاړو چې پنځه يې نارینه او یوه يې نجلۍ ده هم برخه اخیستې ده.