هلمند چارواکي: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۵۹ طالبان وژل شوي

هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو ځانګړي عملیات

د هلمند د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ادعا کوي، په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۵۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې اعلامیه کې چې نن شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) خپره شوې راغلي چې په دغو عملیاتو کې ځینې وسایط او مهمات هم تخریب شوي دي.

هاخوا د ننګرهار ولایت مطبوعاتي وايي، په هسکه مېنه او خوګیاڼو ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲ پاکستاني اتباعو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې چې نن خپره شوې ویل شوي چې ملکیانو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.