ایرانیانو محدودو کاندیدانو ته رای ورکړې

یو شمېر رایه ورکوونکي

ایرانیانو محدودو کاندیدانو ته چې د سخت دریځو محافظه کارانو له لوري په دقت غوره شوي وو، رای ورکړې.

اټکل کېږي چې ابراهیم رییسي چې ډېر محافظه کاره دی، د جون د اتلسمې نېټې په انتخاباتو کې په اسانۍ بریالی شي.

د ده د ډېرو پیاوړيو سیالانو د کاندیدیدو مخه نګهبان شورا چې مشري یې د ایران مشر علي خامنه اي کوي، ونیوله.

۶۰ کلن رییسي د ایران د قضایه قوې مشر پاتې شوی او د بشري حقونو ډلو دی له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی دی.

د رییسي ترڅنګ د ولسمشرۍ دې انتخابات کې درې تنه نور، محسن رضایي میرقاید، امیرحسین قاضي زاده هاشمي او عبدالناصر همتي کاندیدان وو.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت په وینا تمه ده چې نن شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) ماسپښین ابتدایي نتیجې او سبا رسمي نتیجې اعلان شي.