قریشي: پاکستان هېڅکله د افغانستان د ستونزې پوځي حل نه غواړي

آرشیف، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله (ښی) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي چې هېواد یې افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي.

قریشي د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د لیدو پر مهال ویلي، پاکستان هېڅکله د افغانستان د ستونزې پوځي حل نه غواړي.

د ملي مصالحې عالي شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله او قریشي پرون جمعه (د غبرګولي ۲۸مه) په ترکیه کې 'د انتالیا دیپلوماسي فورم' په څنډه کې سره کتلي دي.

ښاغلي عبدالله په همدې لیدنه او دغه راز اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره یوې مرکه کې د افغانستان د ستونزې په هواري کې د ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو ونډه مهمه وبلله: "د سیمې ټول هېوادونه اوس وایي چې ارام افغانستان، افغانستان کې ثبات او د دغه هېواد تلپاتې والی یې ګډې ګټې دي. ګډې ګټې ترلاسه کېږي، د سیمې او ګاونډ هېوادونو دا خبره کړې، خو دا چې دا خبرې په واقعیت بدلې شي، ګډو هڅو ته اړتیا ده."

ښاغلي عبدالله دغه راز اندېښنه ښودلې چې طالبان د افغانستان د ستونزې سیاسي حل لارې ته لېوالتیا نه لري.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته ویلي، دوی تل د خبرو له لارې د ستونزو په هواري ټینګار کوي.