جرمني هغو افغانانو ته ویزې ورکوي چې دوی سره یې کار کړی وي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هارست سیهوفر

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، هغه سلګونه افغانان ور غواړي چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې یې د دوی له ځواکونو سره افغانستان کې کار کړی دی.

پخوا تر دې جرمنې ویلي و، یوازې هغه افغانان باسي چې تېرو دوو کلونو کې یې له دوی سره کار کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د جرمني د کورنیو چارو وزیر هارست سیهوفر په حواله ویلي، له نوي پلان سره هر هغه افغان جرمني ته ورتلی شي چې تېرو اتو کلونو کې يې د دوی له ماموریت سره کار کړی وي.

د ناټو بل غړي لېتوانیا هم پرون جمعه(د غبرګولي ۲۸مه) وویل، هغو لسګونه افغان ژباړونکو ته پناه ورکوي چې د دوی له وسله وال پوځ سره یې کار کړی دی.

پخوا تردې د ناټو یو شمېر نورو هېوادونو له هغې ډلې بریتانیا او امریکا هم د خپلو افغان کار کوونکو د ایستلو خبره کړې ده.