چارواکي: پچیراګام کې د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۵ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، په پچیراګام ولسوالۍ کې د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

دغه دفتر نن رسنیو ته ویلي، په وژل شویو کې د وسله‌والو ۲ تنه سرګروپان هم شامل دي او ۶ نور ټپیان دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن تر دې مخکې په جلا اعلامیه کې ویلي، د رحمت‌الله په نوم بل پاکستانی وګړی چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې له ولسي پاڅونوالو سره په وسله‌واله نښته کې وژل شوی و، پاکستان ته د لېږد لپاره د سرې میاشتې رضاکارانو ته وسپارل شو.

وسله‌والو طالبانو د دغو موضوعاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.