دفاع وزارت: د هلمند ګرشک ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو تصفیه شوه

هلمند کې افغان ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند ګرشک ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو تصفیه او په بشپړ ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن په یوه ټویټ کې ویلي، په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وسله‌والو ته درنه مرګ­‌ژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې دفاع وزارت په دوو اعلامیو کې په دې ولسوالۍ کې د ۲۷ وسله‌والو د وژل کېدو او ۳۵ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې وه.

هاخوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطا الله افغان ازادي راډیو ته ویلي چې نن تر غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ بازار، د امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت ودانۍ د وسله‌والو له‌خوا نیول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو هم د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

بل‌خوا د هلمند ځینو فعالانو د «ګرشک ولسوالۍ وژغورئ» په نوم په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین پیل کړی او له حکومته‌یې غوښتنه کړې چې د دې ولسوالۍ د امنیت د ښه کېدو لپاره ګامونه واخلي.