د اسرائیل جټ الوتکو بیا په غزه کې ځیني اهداف په نښه کړل

ارشیف، غزه کې د اسرائیل له لوري یو شمېر بمبار شوې سیمې

د اسرائیل جټ الوتکو روانه اوونۍ د دوهم وار لپاره په غزه کې ځیني اهداف په نښه کړل.

دا وروسته له هغې چې د فلسطین وسله‌والو د اسرائیل پر جنوبي سیمو اور شیندونکي بالونونه وویشتل.

پرون او تېره شپه د بالونونو د ویشتلو او هوايي حملو په نتیجه کې هغه نازک اوربند چې د اسرائیل او د غزې د حماس ترمنځ شوی و، له خطر سره مخامخ شوی دی.

تېره میاشت د مصر په منځګړیتوب د اوربند له ټینګښت سره د دواړو لورو ترمنځ ۱۱ ورځنۍ سخته جګړه پای ته ورسېده.

د اسرائیل پوځ وايي د اور شیندونکو بالونونو د ویشتلو په ځواب کې یې د حماس ډلې اړوند پوځي مرکزونه او د راکټو توغولو ساحه یې ویشتلې ده.