افغانستان او قزاقستان د پوځي همکاریو یوه موافقه لاسلیک کړه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د قزاقستان دفاع وزیر نورلان یرمکبایوف ترمنځ د پوځي همکارۍ د موافقې لاسلیک غونډه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د قزاقستان له دفاع وزیر نورلان یرمکبایوف سره د پوځي همکاریو یوه موافقه لاسلیک کړه.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ نن رسنیو ته وویل، په دې موافقه کې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ شاملې دي.

ښاغلی اندړ زیاتوي: "په پوځي برخه کې ګډ تمرینونه، د دفاعي سیاستونو په موخه هر کال دوه طرفه ناسته، طبي همکاري، د تجهیزاتو عصري کېدل، تخنیکي او لوژستیکي ملاتړ، جګړه‌ییزه روزنه او د پوځي اطلاعاتو په برخه کې همکاري شامله ده."

بل‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ قزاقستان ته د خپل سفر په لړ کې دغه هېواد افغانستان د سولې په پروسه کې همکارۍ ته هڅولی و.