په ایران کې د ۱۴۰۰ کال ولسمشرۍ ټاکنې

ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د رأی ورکونې بهیر

په ایران کې نن د ۱۴۰۰ کال ولسمشرۍ ټاکنې روانې دي.

د رأی ورکونې مرکزونه په پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې د سهار له اوو پرانیستل شوي.

د ایران مذهبي رهبر علي خامنه‌ای د رأی‌ګیري په لومړنیو شېبو کې رایه ورکړه او خلک‌یې په ټاکنو کې ګډون ته وهڅول.

محسن رضایي میر قائد، ابراهیم رئیسي، امیر حسین قاضي‌زاده هاشمي او عبدالناصر همتي د دې دورې له کاندیدانو دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دې ټاکنو ته له ۵۹ ملیونو زیات کسان د رأی ورکونې په شرایطو برابر دي.

د نظر پوښتنو له مخې بیا په دې ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه له ۳۷ تر ۴۷ فیصده بلل شوې.

ایران کې داسې وخت د ۱۳م دور ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي چې ګڼو خلکو، سیاسي فعالانو او بهر مېشتو ګروپونو په دې ټاکنو کې د نه‌ګډون غږ پورته کړی.

په ایران کې د ۱۳۹۸ کال د لړم د مظاهره‌چیانو په لویه کچه ځپل او د اوکرایني الوتکې نسکورول هغه لویې پېښې وې چې په حکومت باندې یې د خلکو باور تر ډېره زیانمن کړ.