امرالله صالح: د زابل له شینکۍ ولسوالۍ د ملي اردو ایستل یو اطلاعاتي راز دی

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د زابل له شینکۍ ولسوالۍ څخه د ملي اردو د ځواکونو ایستل یو اطلاعاتي راز دی.

ښاغلي صالح پرون مازدیګر پر خپله فېس‌بوک پاڼه ولیکل، په داسې شېبو کې اړتیا نه‌شته چې د بیان ازادي په نوم دې عملیاتي محرمیتونه خپاره شي.

ده ویلي، څه چې تر اوسه د زابل په اړه ویل او لیکل شوي، غلط دي.

له دې وړاندې د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق‌بیان ازادي راډیو ته ویلي چې په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک طالبانو ته سپارل شوی او ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغلې.

حق‌بیان دا کار د ولسوالۍ سیاسي سقوط بللی، نه‌پوځي.

د ۲۰۵ اتل قل اردو د ارکان رئیس عبدالمتین حسین‌خېل بیا ویلي، ځواکونو یې له شینکۍ ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی دی.

طالبان بیا وایي، شینکۍ کې د یوې لویې قرارګاه له نیولو وروسته ولسوالۍ په بشپړ ډول د دوی لاس ته ورغلې ده.