ایران کې نن د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي

ارشیف، ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چمتووالی او تبلیغات

په ایران کې نن د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي، د ازادي راډیو فردا څانګې د چارواکو په حواله ویلي چې دغلته رأی ورکونه د سهار په ۷ بجې پیلېږي او د شپې تر ۱۲ بجو به دوام ولري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د ولسمشرۍ دوهمه دوره‌یې په بشپړېدو ده، پرون له خلکو وغوښتل چې له ګېلو او نهیلیو سره سره ټاکنو کې ګډون وکړي.

د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته پنځه نوماندان ولاړ دي او غالب ګومان دا دی چې د ایران د قضائیه قوې سخت‌دریځی مشر ابراهیم رئیسي به د حسن روحاني ځای ونیسي.