د جرمني دفاع وزیره د افغانستان په اړه د خبرو لپاره ترکیې ته ولاړه

د جرمني دفاع وزیره انیګریت کرامپ کارینباویر

د جرمني دفاع وزیره انیګریت کرامپ کارینباویر له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو او نورو مسالو په اړه د خبرو لپاره نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) ترکیې ته لاړه.

د جرمني د دفاع وزارت ویاند وايي، د دغه هېواد دفاع وزیره به په انقره کې له خپل تُرک ساري او نورو چارواکو سره له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د ترکیې د راتلونکي رول او په مدیترانه کې د کړکېچ په اړه هم خبرې وکړي.

له ترکیې سره په وروستیو کې د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت په اړه خبرې شوي دي.

دا ترکیې ته د جرمني د دفاع وزیرې لومړنی سفر دی.