بښنې سازمان: افغان چارواکي دې پر ملکیانو د حملو عاملین عدالت ته راکاږي

د بښنې د نړیوال سازمان لوګو

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشل له افغان چارواکو وغوښتل چې پر ولسي وګړو د وروستیو هغو خونړیو حملو د عاملانو په اړه دې څېړنه وکړي او هغوی دې عدالت ته راکاږي چې جنګي جرمونه بلل کېږي.

د جنوبي اسیا لپاره د دې لندن میشتي سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) په یوه بیان کې وویل چې د ملکیانو په نښه کول پرته له دې چې څوک مجازات شي، دوام لري.

دا وروسته تر دې چې په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۴ ملکیان ووژل شول.

نوموړې وویل، په داسې حال کې چې د سولې خبرې ټکنۍ شوي او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر ګړندۍ روان دی، دا ولسي وګړي دي چې په دې هېواد کې د جګړې درون تاوان ګالي.