په پکتیا کې د روان جنګ پرضد خلکو سوله ییز لاریون وکړ

په پکتیا کې لاریون

د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) د پکتیا په مرکز ګردېز کې د دې ولایت لسګونه اوسیدونکو په هېواد په ځانګړي ډول په پکتیا کې د وروستیو ناامنیو او جنګونو د زیاتیدو په غبرګون کې لاریون وکړ او د جنګ له ټولو خواوو یې غوښتنه وکړه چې خپلې ستونزې د جنګ پر ځای په خبرو حل کړي.

دا لاریون وروسته له هغې کیږي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د پکتیا په یو شمېر ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ جګړو زور اخیستی چې دواړو لوریو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې.

د دې لاریون یوه تنظیم کوونکي سیدجمال الدین اصف خېل ازادي راډیو ته وویل چې په پکتیا کې روانې جګړې ګڼې کورنۍ بې ځایه کړې، په څو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې بندې شوي او ګڼ شمېر خلک روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د پکتیا زرمت ولسوالۍ چې د دې ولایت یوه له ګڼ نفوسه ولسوالیو شمېرل کېږي، د وسله والو طالبانو له لوري یې، په لویو لارو کې بمونه ځای پر ځای شوي چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

لاریونوال په داسې حال کې د اوربند غږ پورته کوي چې په ټول هېواد کې جګړه تېزه شوې او په دوحه کې لا هم د سولې د مذاکراتي پلاوو تر منځ په ناستو کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کیږي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په یو شمېر لویو لارو کې ماینونه د نظامي کتارونو د مخنیوي په هدف ځای پرځای کړي دي.