له غزې توغول شوي اور بلوونکو بالونونه؛ اسراییل د اور وژنې هڅې کوي

ارشیف

اسراییلي چارواکو پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) ناوخته وویل چې اطفاییه د هغو څلورو لګېدلو اورونو د وژلو هڅې کوي چې له غزې راغلیو اور بلوونکو بالونونو لګولي دي.

د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ کړکېچ وړمه شپه وروسته ترهغه زیات شو چې له غزې د اور اچوونکو بالونو تر پېښې وروسته د اسراییل نوي حکومت په ځواب کې په غزه کې بمباري وکړه او ویې ویل چې د حماس وسله وال مرکزونه یې په نښه کړل.

تېره میاشت تر ۱۱ ورځنۍ جګړې وروسته اوربند وشو او د وړمې شپې هوایي برید تردې اوربند وروسته لومړی یو و.

په ورته وخت کې اسراییلي پوځيان وایي چې د لویدیځې غاړې په رام الله کې یې یوه فلسطینۍ مېرمن وروسته تردې وویشته چې پر پوځیانو یې برید وکړ، خو د دې ښځې یوه خپل ویلي دي چې دې ښځې سهواً لاره غلطه کړې وه.

حماس د وړمې ورځې د بالونو د برید په اړه ویلي دي چې دا د سې شنبې په ورځ د اسراییل له لوري په ختیځ بیت المقدس کې د لاریون په ځواب کې شوی دی.