خوږ حاصل، خو سوړ بازار

Your browser doesn’t support HTML5

د فراه د شاتو د مچیو روزونکي د شاتو د پلور له کمښته شکایت کوي. دوی د شاتو له تولید خوښ دي، خو وايي چې د پلور لپاره ښه بازار نه‌لري. تېر کال شااوخوا ۱۱ ټنه شات په فراه کې تولید شوي و، خو سیمه‌ییز چارواکي وايي ښايي سږ کال‌یې د وچکالۍ له امله تولید کم وي.