افغانستان کې کرونا ویروس تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۴ تنه مړه کړل

ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو شمېر اخته ناروغان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۴ افغانان په کرونا ویروس مړه شوي دي.

دې وزارت همداراز په یاده موده کې په کرونا ویروس د ۱،۷۲۲ تنو اخته کېدا هم تأیید کړې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې تر ۹۶ زره ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر ۳ زره ۸۰۰ ډېر نور ورڅخه مړه شوي دي.

خو ویل کېږي چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو او ورڅخه مړینو شمېر تر دې خورا ډېر دی، ځکه چې ډېری افغانان لا هم ټولنیز واټن نه‌رعایتوي او نورو طبي سپارښتنو ته لازم پام نه‌کوي.