خلیلزاد د هند له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سولې خبرې وکړې

ارشیف، د زلمي خلیلزاد او اس جې شنکر لیدنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د هند له بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې.

دواړو پر خپلو ټویټرپاڼو کښلي چې د سې شنبې په ورځ‌یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره کتلي دي.

خیلزاد لیکلي چې هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په اقتصادي او ټولنیزه وده کې ډېر مهم رول لوبولی دی.

ده همداراز ویلي، له هند او د نړیوالې ټولنې له نورو غړو سره په ګډه کار کوي چې له افغانانو سره په سوله، امنیت او اقتصادي غوړېدا کې مرسته وشي.