د ایران انتخابات؛ مهر علیزاده له کاندیداتورۍ لاس واخیست

پخوانی مرستیال ولسمشر ۶۴ کلن محسن مهر علیزاده

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه اصلاح غوښتونکي نوماند له کاندیداتورۍ لاس واخیست.

ایراني رسنۍ وايي چې پخوانی مرستیال ولسمشر ۶۴ کلن محسن مهر علیزاده نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) د انتخاباتي کمپاین په وروستۍ ورځ له کاندیداتورۍ د تېرېدو اعلان وکړ.

نوموړی یو له دوو اصلاح غوښتونکو څخه دی چې د ایران د روان جون د ۱۸مې یعنې د راتلونکې جمعې د ورځې انتخاباتو ته د کاندید په توګه تأیید شوی و.

اوس پنځه کاندیدان پاتې دي او غالب ګومان دا دی چې د ایران د قضاییه قوې سخت دریځی مشر ابراهیم ريیسي به د حسن روحاني ځای ونیسي.

له بلې خوا د ایران ۱۱۰ تنو سیاسي او مدني فعالانو نن چهارشنبه له ایرانیانو څخه وغوښتل چې د جمعې د ورځې انتخابات بایکاټ کړي.

دوی په یوه ګډه لاسلیک کړې اعلامیه کې خلکو ته په خطاب کې ویلي چې په فرمایشي او نمایشي انتخاباتو کې چې د دوی په وینا د بد او بدتر ترمنځ انتخاب دی، ګډون ونه کړي.