امریکا او اروپايي ټولنې افغانستان کې د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی

ارشیف، د ناټو غونډه

په افغانستان کې د جګړې له تودېدو سره جوښت امریکا او اروپايي ټولنې د سولې د بهیر ترڅنګ په دغه هېواد کې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډه اعلامیه کې چې د سې شنبې (د غبرګولي ۲۵مه) په ورځ ناوخته په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو له ناستې وروسته خپره شوه راغلي چې د بشري حقونو په برخه کې د لاسته راوړنو ساتل ورته ډېر مهم دي.

د مېرمنو برخه کې د لاسته راوړنو د له منځه تلو په اړه اندېښنې شته.

په اعلامیه کې ویل شوي: "له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په پام سره، موږ په ګډه کار کوو چې د سولې د روان بهیر ملاتړ وکړو او د بشري حقونو لاسته راوړنې خوندي کړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره."

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په روانو خبرو کې په تېرو شلو کلونو کې د مېرمنو برخه کې د لاسته راوړنو د له منځه تلو په اړه اندېښنې موجودې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته وویل، دوی د اسلام په چوکاټ کې د مېرمنو حقونو ته ژمن دي: "د افغانستان اسلامي امارت د ښځو د حقونو په اړه د اسلام د مبارک دین او د ملي او افغاني عنعناتو په رڼا کې هېڅ ډول ستونزه نه لري، ټول هغه حقونه چې مېرمنو ته اسلام ورکړي هغه به تأمنیږي او د دې حقونو تامینول او تضمینول د اسلامي امارت مسوولیت دی، موږ په دې اړه هېڅ ستونزه نه لرو."

محمد نعیم وویل، طالبان د اسلام په چوکاټ کې د مېرمنو حقونو ته ژمن دي

خو د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې د سولې په روان بهير کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د دې کمېسیون مرستیال نعیم نظري ازادي راډیو ته وویل چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو نظرونه د نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دي.

ټول هغه حقونه چې مېرمنو ته اسلام ورکړي هغه به تأمنیږي.

ښاغلي نظري زیاته کړه: "هغه څه چې طالبان يې د ښځو د حقونو په اړه مطرح کوي، شرطونه او قیدونه لري چې د بشر حقونو د نړیوالو نورمونو سره ټکر لري، د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون د سولې له خبرو وروسته د بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې لري، ځکه نو موږ غوښتنه کوو چې سوله باید د بشري حقونو پر بنسټ وشي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري

په همدې حال کې په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو تېره ورځ ناوخته سره کتلي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل چې دې ناسته کې د راتلونکو ناستو لپاره په تیارو بحثونه وشول.

اغلې انوري زیاته کړه: "تېره شپه د مذاکره کوونکو ټیمونو د تماس ډلو ناسته درلوده په دې ناسته کې د راتلونکو ناستو په ترتیب او تنظیم خبرې وشوې."

میرمن انوري د دې ناستې په اړه نور جزییات ورنه کړل.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، خو د دواړو لوریو د تماس ډلو دا خبرې اترې تاييد کړي دي.

هاخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي اسلام اباد ته د خپل د سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې د بهير په اړه خبره کړي دي.

توماس نېکلسن تېره ورځ ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل:"اوس د دې وخت دی چې د دوحې خبرې باید د دواړو مذاکره کوونکو پلاویو د اساسي وړاندیزونو له مخې وشي."

نوموړي ټینګار کړی چې په دوحه کې د سولې خبرې باید له هر ډول ځنډ پرته له سره پيل شي، څو د یوې سیاسي حل لارې په پیدا کېدو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ تازه ویلي دي چې له دې هېواده په سلو کې پنځوس بهرني ځواکونه وتلي او دا چاره روانه ده.

تازه امریکا ویلي چې له افغانستانه په سلو کې پنځوس بهرني ځواکونه وتلي او دا چاره روانه ده.

د دغه قوماندانۍ له لوري په اعلامیه کې راغلي چې تر اوسه د امریکايي ځواکونو ۶ پوځي اډې په رسمي ډول د افغانستان دفاع وزارت ته سپارل شوي دي.

ټاکل شوې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د روان کال د سېپټمبر په ۱۱ مه بشپړه شي، خو لا هم په دې هېواد کې جګړه ورځ تر بلې تېزېږي او د سولې خبرو هم کومه ښکاره پایله نه ده ورکړې چې په کور دننه يې د عامو خلکو او له بشري حقونو د ملاتړو بېلابېلو بنسټونو اندېښنې زیاتې کړي دي.