چارواکي: د فاریاب دولت اباد او د کندز خان اباد له طالبانو پاک شول

افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان په شمال کې شاهین قول اردو نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) اعلان وکړ چې د لومړي کنډک ځواکونو یې د کومانډو په مرسته نن چهارشنبه سهار د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه کړه.

د شاهین قول اردو له خبرپاڼې سره سم، د دولت اباد ولسوالۍ تصفیوي عملیات د سهار په ۳ بجو پیل او تر ۶ بجو او ۲۰ دقیقو پورې یې دوام وکړ.

شاهین قول اردو د عملیاتو په ترڅ کې د دواړو خواوو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا په کندز کې چارواکي وايي چې د خان اباد ولسوالۍ یې هم بېرته نیولې ده.

دا ولسوالۍ په وروستیو څو ورځو کې لږ تر لږه دوه ځلي لاس په لاس شوې ده.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.