اسراییل له غزې د اور بلوونکو بالونو په غبرګون پر حماس هوایي بریدونه وکړل

پر غزې د اسراییلو بریدونه

د اسراییل هوايي ځواکونو نن چهارشنبه (دغبرګولي ۲۶مه) سهار وختي په غزې تړانګه کې په حماس ډلې پورې تړلو هدفونو وروسته له هغې بمباري وکړه چې له هغه ځایه سخت دریځو د اسراییل پر لور اور بلوونکي بالونونه استولي وو.

دا د مصر په منځګړیتوب د تېرې میاشتې له ټینګ شوي اوربند راهیسې لومړی ځل دی چې اسراییل په غزه کې بمباري کوي.

د اسراییل پوځ وویل چې الوتکو یې د دغو اور اچوونکو بالونونو په غبرګون کې د حماس پر پوځي ځایونو بمباري وکړه.

د اسراییل په جنوب کې اور وژونکو ویلي چې د دغو اوربلونکو بالونونو له امله په شلو ځایونو کې اوربل شوی دی.

اسراییلي ځواکونه

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې وویل، هغه ځایونه چې د هوایي بریدونو لپاره په نښه شوي و، د حماس د حملو د پلانولو د غونډو ځایونه وو.

پوځ دغه راز ویلي چې له غزې د تروریستي اعمالو په دوام، د جګړې د بیا پیلېدو په ګډون هر ډول سناریو ته چمتو دی.

فرانس پرېس خبري اژانس د فلسطینیانو د سرچینو په حوله ویلي چې د اسراییل هوایي ځواکونو د غزې په لویدیځ کې د خان یونس په سیمه کې لږ تر لږه یوځای ویشتی دی.

په غزه کې چې چارې یې د حماس سخت دریځه ډله سمبالوي، شااوخوا دوه میلیون وګړي اوسي.

په دې اړه نور: د اسراییل پوځ پر غزې هوایي بریدونه وکړل 

د اسراییل دفاعي ځواکونو وویل چې جېټ الوتکو یې په حماس ډلې پورې تړي پوځي ځایونه په نښه کړي وو. تراوسه پورې د احمتالي اوښتو زیانونو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

له غزې د اسراییل د جنوب پر لور د اوربلوونکو بالونونو د استولو او په غبرګون کې یې د اسراییل هوایي بریدونه داسې مهال کېږي چې پرون په سلګونو اسراییلي ملتپالو چې د اسراییل بیرغونه یې ښورول او د عربو ضد شعارونه یې ورکول، په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې لاریون وکړ.

دغه لاریون یا مارش هرکال په ۱۹۶۷ کال د ختیځ بیت المقدس د نیولو په مناسبت ترسره کېږي، خو دا ځل یې چارواکو لاره له هغو سیمو چې مسلمانان په کې اوسي، چپه کړې وه، څو په سیمه کې د اخ او ډب مخه ونیسي.

فلسطینیان دغه مارش پارونکی بولي او فتح او حماس چې د فلسطینیانو دوه لوی سازمانونه دي دا ورځ یې په غزه او د اسراییل له خوا اشغال شوې لویدیځې غاړه کې د قهر ورځ بللې ده.

د اسراییل نوی صدراعظم نفتالي بینیت

په ختیځ بیت المقدس کې د اسراییلي ملتپالو له خوا دغه مارش د اسراییل نوي صدراعظم نفتالي بینیت ته چې سخت دریځي ملتپال دی او درې ورځې مخکې، د جون په ۱۳ یې دنده پیل کړې، لومړنۍ ازموینه وه.

بینیت له پخواني صدراعظم بینامین نتانیاهو څخه چې ۱۲ کاله په قدرت کې و، واک ترلاسه کړی.

سره له دې چې د دې اندېښنې وي چې ښایي دغه مارش کړکېچ زیات کړي، خو ترسره کېدو ته یې بیا هم حکومت اجازه ورکړه.

تېره میاشت د اسراییل او حماس ترمنځ د ۱۱ ورځنۍ جګړې په نتیجه کې په غزه کې ۲۶۰ فلسطینیان او په اسراییل کې ۱۳ تنه ووژل شول.