د اسراییل پوځ پر غزې هوایي بریدونه وکړل 

غزه

د اسراییل پوځ نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) سهار وختي پر غزې هوایي بریدونه وکړل.

د اسراییل پوځ ویلي، دا بریدونه وروسته تر دې وشول چې فلسطیني سخت دریځو د دوی خاورې ته اور شیندونکي بالونونه ولېږل.

دا د تېرې میاشتې له اوربند وروسته پر غزې د اسراییلو لومړنی برید دی چې د مرګ ژوبلې په اړه یې تراوسه څه نه دي ویل شوي.

له هغه اوربند سره د اسراییل او فلسطینیانو ۱۱ ورځنۍ جګړه پای ته ورسېده.

د اور شیندونکو بالونونو او هوایي بریدونو دا تبادله داسې مهال کېږي چې پرون په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې سلګونه ملي پلوه کسانو چې د اسراییل بیرغونه یې لېږدول، لاریون وکړ.