بایډن جنیوا ته ورسېد؛ پوتین سره يې ننني بحثونه پر ۵ موضع ګانو ورټول دي

ولسمشر پوتین او ولسمشر جوبایډن

په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره جوخت، د لومړي وار لپاره جو بایډن د امریکا د متحدو ایالاتونو د ولسمشر په توګه له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره ګوري.

جو بایډن د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو یا (G-7) په سرمشریزه او د ناټو د مشرانو په غونډه کې تر ګډون او د امریکا له اروپايي متحدانو سره تر کتنې وروسته تېر ماښام د سویس جنیوا ښار ته ورسېد چې نن چهارشنبه (د جون ۱۶مه ۲۰۲۱) د دواړو رهبرانو د لومړۍ کتنې کوربه دی.

د امریکا یوه لوړ-رتبه چارواکي چې په اییرفورس ون الوتکه کې له ولسمشر بایډن سره ملګری و، رویټرز خبري اژانس ته ویلي: له پوتین سره د امریکا د ولسمشر له کتنې ډېره لویه تمه نه لرو.

د دغه چارواکي په خبره، دا مهال د روسیې او امریکا اړیکې تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلي. دغه چارواکي د موضوع د حساسیت له کبله نه غوښتل په راپور کې یې نوم یاد شي.

د امریکا یوه لوړ-رتبه چارواکي چې په اییرفورس ون الوتکه کې له ولسمشر بایډن سره ملګری و

خو په ځینو مسایلو کې له اختلافونو سره- سره تمه کېږي چې په ځینو برخو کې یو څه پرمختګونه وشي.

د کرملین د سرسخت منتقد، الکسي ناوالنۍ او نورو مخالفانو نیول کېدل د بحث له عمده موضوعاتو ګڼل کېږي.

واشنګټن په وار- وار د روسیې د سیاسي مخالفانو پر نیول کېدو او په روسیه کې له بندیانو سره پر چلند انتقاد کړی دی.

د بحث وړ بله موضوع به د اټمي وسلو پر کنټرول خبرې وي. روسیې او امریکا چې د نړۍ له لویو اټمي طاقتونو ګڼل کېږي په فبرورۍ میاشت کې د نیو سټارټ په نوم تړون د پنځو نورو کلونو لپاره تمدید کړ.

په دې ډول د دواړو هېوادونو اټمي وسلې د ۱۵۵۰ اټمي سروکو او ۷۰۰ قاره ویشتونکو راکټونو په محدوده کې ساتل کېږي.

د امریکا او روسیې د رهبرانو په نننۍ کتنه کې به د اوکراین په ختیځ کې د روانې جګړې موضوع هم شامله وي.

واشنګټن د اوکراین د رژیم له عمده ملاتړو ګڼل کېږي، خو روسیه د اوکراین په ختیځ کې د بېلتونپالو ملاتړ کوي.

کرملین دغه راز تمه لري چې د روسیې او امریکا ولسمشران د بلاروس پر موضوع هم خبرې وکړي.

مسکو د بلاروس د دیکتاتور مشر الکساندر لوکاشینکو له کلیدي متحدانو ګڼل کېږي.

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې تمه کېږي ولسمشر بایډن له خپل روسي سیال سره په خبرو کې د بلاروس له رژیمه د مسکو ملاتړ چلنج کړي.

جو بایډن به نن چهارشنبه د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره تر خبرو وروسته بېرته واشنګټن ته روان شي.