ترکیه: د کابل هوایي ډګر د ساتلو لپاره د امریکا ملاتړ ته اړتیا لرو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هېواد به یې د کابل د هوایي ډګر د ساتلو په صورت کې د امریکا ملاتړ ته اړتیا ولري.

اروغان پرون دوشنبه(د غبرګولي ۲۴مه) د ناټو له سرمشریزې وروسته ویلي، که ناټو نه غواړي ترکي ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو د دوی لپاره د امریکا سیاسي، لوژستیکي او مالي ملاتړ مهم دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي، ترکیه د کابل هوایي ډګر په فعاله ساتلو کې ښه ونډه درلودلی شي: "ناټو او متحدان یې په اوس وخت کې پردې کار کوي چې په څه ډول د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت دوام یقیني کولای شي. د نن ورځې د سرمشریزې ترڅنګ لیدنې کتنې ترسره شوې، بې له شکه چې ترکیه په دغو هڅو کې اساسي ونډه لري. موږ دقیقاً د دې چارې د بشپړولو پر لارو چارو غور کوو، خو د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت د دوام لپاره د ناټو او د متحدانو له خوا یې یوه قوي ژمنه شته. دا د ناټو او زموږ د غیر نظامي حضور د دوام او هم د نړیوالې ټولنې لپاره مهم دی. د همدې لپاره د دې کار د بشپړولو لپاره ریښتینې هڅې کوو."

له دې وړاندې بیا افغان حکومت ویلي، ځواکونه یې د هوایي ډګر د ساتنې وړتیا لري.

طالبانو هم ویلي، د هېڅ یوه هېواد او په هېڅ نوم د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل ورته د منلو نه دي.