وېلسن طالبانو ته: په مشخص ډول څه غواړئ، څه ډول غواړئ افغانستان اداره شي؟

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن وایي، که طالبان د سولې لارې ته رانه شي او جګړې ته دوام ورکړي نو به په افغانستان کې روانه جګړه لا وغځېږي او د زیاتې بربادۍ سبب به شي.

وېلسن پرون دوشنبې (د غبرګولي ۲۴مه) له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې وویل چې دوی او نورو لورو طالبانو ته دا بیخي واضح کړې چې د زور له لارې یې واک ته د رسېدو له هڅې سره کلک مخالف دي او هغه به د دې هېواد لپاره یو په شاتګ وي.

ښاغلي وېلسن زیاته کړه: "که دوی د زور له لارې هڅه وکړي چې د هېواد کنټرول په لاس کې واخلي، نو په غالب ګومان به دا داسې یو حالت وي چې جګړه به دوام وکړي. د افغانستان خلک دا شی له زړه نه غواړي او نه هم د طالبانو ګټه په دې کې ده. همدا اساسي دلیل و چې طالبان مو راوبلل چې د افغانستان له دولت سره خبرو ته کښیني او له مرکچیانو سره یې اغېزمنې خبرې مخ ته یوسي."

که طالبان هڅه وکړي چې د زور له لارې پر افغانستان کنټرول زیات کړي دابه داسې حالت وي چې جګړه به وغځیږي.

وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې په تېره بیا له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د اعلان راهیسې حملې زیاتې کړې او یو شمېر ولسوالۍ یې هم نیولي دي.

راس وېلسن دا پوښتنه چې که طالبان د کابل یا د نورو ښارونو د نیولو هڅه وکړي، د متحدو ایالاتو غبرګون به څه وي؟ مستقیم ځواب نه کړه، خو ویې ویل چې د افغان امنیتي ځواکونو چې اوس د هېواد امنیتي چارې په خپله سمبالوي، ملاتړ ته به دوام ورکړي.

طالبانو په دې وروستیو کې په تېره بیا له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د اعلان راهیسې حملې زیاتې کړې

راس وېلسن وایي، که طالبان د افغانستان د دولت د راپرځولو او واک ته د رسېدو لپاره د جګړې پر دوام ټینګار وکړي، نو به دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانانو هغسې ملاتړ ته دوام ورکړي چې په وروستیو څو کلونو کې یې کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د بایډن ادارې د نوي مالي کال په بودجه کې د افغان ځواکونو د تمویل او نور ملاتړ لپاره د درې میلیارډو دوه سوه میلیونو ډالرو غوښتنه کړې. د بایډن ادارې پر دې سربېره له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د نورو درې سوه میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه هم کړې.

وېلسن ټینګار وکړ چې متحده ایالات به د افغانستان له دولت او د دې هېواد له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو هم یې خپلې ګټې او هم د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

راس وېلسن وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو هدف هم دا دی چې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي ټول مسایل د مېز پر سر کښیږي، خو د ده په وینا طالبانو تر اوسه پورې له دې کاره ډډه کړې ده.

ښاغلي وېلسن زیاته کړه چې تراوسه پورې دوی نه پوهېږي چې طالبان په مشخص ډول څه غواړي؟"د افغانستان لپاره د دوی لرلید څه دی؟ په څه ډول غواړي دا هېواد اداره شي؟ دوی د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې څه ډول ارزوي؟ د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او د اقلیتونو په اړه د دوی دریځ څه دی؟ د دې مسایلو په اړه د دوی اوسنی دریځ څه دي؟ نه هغه د ۲۵ کلونو مخکې دریځ چې دوی درلود. ډېرې پوښتنې شته چې افغانان یې ځواب غواړي، موږ یې ځواب غواړو."

ښاغلي وېلسن په قطر کې د افغان دولت او د طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ ټکنیو خبرو ته په اشارې وویل چې په اوس وخت کې یو ستر خنډ طالبان دي چې خبرو ته ډېر لېواله نه دي.

ښاغلي وېلسن وویل ، په اوس وخت کې یو ستر خنډ طالبان دي چې خبرو ته ډېر لېواله نه دي

وېلسن د افغانستان د دولت له لوري د سولې د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د طالبانو د زرګونو بندیانو او د بین الافغاني خبرو د پیلېدو په ګډون یې تر اوسه یو لړاقدامات کړي چې هغه یوه سوله ییز جوړجاړي ته د افغان دولت اراده په ډاکه کوي، خو د نوموړي په وینا د افغانستان د دولت مشرتابه ته په کار ده چې د پراخې ټولنې مشران پر ځان راټول کړي، څو وکولای شي له خپلې خاورې دفاع وکړي او هم په دوحه او نورو ځایونو کې د سولې په خبرو کې خپلې ګټې په جدي توګه تعقبیب کړي.

د ښاغلي وېلسن په خبره د افغانستان د دولت یووالی به یې مخ پر وړاندې د بریالیتوب اساسي کیلي وي.