په ټول افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شو

افغانستان کې د پولیو واکسین د کمپاین پيل

نن په ټول افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو سراسري واکسین پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په ګډه دا واکسیناسیون پیل کړی.

تمه ده د جون تر ۱۷مې شاوخوا نهه ملیونه او نهه لکه افغان ماشومان چې عمرونه‌یې له پنځو کلونو کم دي، واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي له درې ملیونو او درې لکو زیات ماشومان به په یو شمېر سیمو کې د واکسین له اخیستلو محروم وي.

پولیو یوه ساري ناروغي ده چې د ملا د تیر ترمنځ مهمه عصبي رشته یا نخاع زیانمنوي او بالاخره د ناروغ د ګوزڼ سبب ګرځي.