د ناټو غړو هېوادونو مشران نن په بروکسل کې غونډه لري

بروکسل کې د ناټو مرکز کې د نننۍ غونډې لپاره چمتووالی

د ناټو غړو هېوادونو مشران نن په بروکسل کې غونډه لري، دا د شمالي اتلانتیک تړون/ناټو سازمان ۳۱ سرمشریزه ده چې د امریکا له ولسمشر جو بایډن نیولې د ناټو د ټولو غړو هېوادونو مشران، دفاع او بهرنیو چارو وزیران په‌کې برخه لري.

تمه ده دوی د ناټو اړوند مسئلو له هغې ډلې ټولیز امنیت، اوکراین او ځینو نورو موضوع‌ګانو سربېره په افغانستان کې د ناټو په مأموریت او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه بحث وکړي.

د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د مشرانو لپاره به نننۍ سرمشریزه د دې یو فرصت رامنځته کړي چې له هغه مأموریت سره خدای پاماني وکړي چې د ناټو د تأسیس په تاریخ کې د دې تړون د سیاسي جغرافیې بهر لومړنی لوی او اوږد مأموریت و.

د ناټو ۳۰ غړي هېوادونه پر دې هم غور کوي چې په څه ډول کولای شي له افغانستانه بهر د افغان ځانګړو ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

ناټو ژمنه کړې چې په خپل ملکي حضور سره به د افغانستان د دولت او خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.