افغان پېژندل شوی ژورنالېست نبي مصداق د کرونا ویروس له امله ومړ

افغان پېژندل شوی ژورنالېست او د جمهور رئیس محمد اشرف غني مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق

افغان پېژندل شوی ژورنالېست او د جمهور رئیس محمد اشرف غني مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق هم د خاموشانو نړۍ ته ولاړ.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د 'کووېډ-۱۹' له امله د مخکېني پېژندل شوي ژونالېست او د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سلاکار نبي مصداق مړینه تأییدوي او لویه ضایعه‌یې ګڼي.

د دغه وزارت وباند صابر مومند وايي: "په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د ژورنالیزم ځلانده ستوری نبي مصداق له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي، نبي مصداق د ژورنالیزم په برخه کې دې هېواد او هېوادوالو ته څو لسیزې خدمت کړی دی، د هغه مړینه د ژورنالیزم په ډګر کې یوه ضایعه ده."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند

جمهوري ریاست نن په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني په حواله لیکلي، ارواښاد مصداق کلونه کلونه د ژورنالیزم له لارې د مظلومو افغانانو غږ پورته کړی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ مخکېني وزیر عبدالباري جهاني هم په خپله فېس‌بوک پانه کې د ښاغلي مصداق په مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه‌یې یو ټکړه ژورنالېست، لیکوال او شاعر بللی چې څلور لسیزې یې له دې لارو خپلو خلکو ته خدمت کړی دی.

د بي بي سي راډیو مخکېنی ژورنالېست محمود کوچی د ښاغلي مصداق په اړه وايي: "دا سړی مهربانه، حلیم، برده‌باره او مینه‌پال سړی و. خلک، ولس او وطن ورباندې ډېر ګران و، همدې مینې دی اړ هم کړ چې وطن ته راشي. زما له نظره د مصداق صاحب مړینه د افغانستان د مطبوعاتو لپاره یوه ستره ضایعه ده."

د یادونې ده چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلینو نن سهار ازادي راډیو سره په خبرو کې د پېژندل شوي افغان سندرغاړي عبدالله مقري مړینه هم د 'کووېډ-۱۹' له امله تأيید کړې وه، خو وروسته د دغه وزارت ویاند صابر مومند د دې ناسم خبر له امله له ازادي راډیو بخښنه وغوښته.

پېژندل شوی افغان سندرغاړی عبدالله مقری

د ښاغلي مصداق د مړینې خبر داسې مهال خپرېږي چې په کندهار کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي مرستیال او مشهور لرغون‌پوه پوهاند محمد رسول باوري جنازه چې دی هم د شنبې په ورځ د 'کووېډ-۱۹' له امله مړ شوی و، نن خاورو ته وسپارل شوه.

مخکې تر دې په تېرو څو ورځو کې پېژندل شوي افغان عالمان نظر زلمی او فضل‌الله مجددي هم د 'کووېډ-۱۹' له امله مړه شوي دي.

تېر کال هم یو شمېر افغان پېژندل شوې علمي او فرهنګي څېرې دې ناروغۍ واخیستې چې ځیني تأييد، خو د ځینو کورنیو دا خبره ښکاره نه‌کړه.