یو افغان هیئت د سوداګرۍ او پانګونې فورم کې د ګډون لپاره چک جمهوریت ته ورسېد

د افغانستان عالي رتبه هیئت چې چک جمهوریت ته رسېدلی

د افغانستان یو عالي رتبه هیئت د سوداګرۍ او پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره چک جمهوریت ته ورسېد.

په پراګ کې د افغانستان سفارت وايي دغه هیئت د یکشنبې په ورځ د افغانستان-چک او سلواکیا د سوداګرۍ او پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره پراګ ته ورسېد.

د سفارت د اعلامیې له مخې د هیئت په ترکیب کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غوریاني، د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري او نور چارواکي شامل دي.‌

دغه هیئت به د غبرګولي یا جوزا له ۲۴مې تر ۲۶مې د افغان-چک-سلواک د سوداګرۍ او پانګونې فورم کې د چک جمهوریت له لوړ رتبه چارواکو سره د سوداګرۍ د فرصتونو په اړه خبرې وکړي.