چارواکي: ګردېز کې د یوې پوستې ۴۰ پاڅونوال وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي

ارشیف، د پکتیا یو شمېر سیمه‌ییز پولیس له وسله‌والو طالبانو سره د جګړې پر مهال

د پکتیا چارواکي وایي، په ګردېز کې د یوې پوستې ۴۰ پاڅونوال د مهماتو د خلاصېدو له امله وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دغه پاڅونوال وروسته له هغې وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شول چې له پرله‌پسې نښتو او مقاومت وروسته‌یې مهمات خلاص شول.

ښاغلی فدايي وايي: "۴۰ کسان چې هغوی پاڅونوال دي، تر اخره پورې جنګېدلي و، خو دا چې لارې ټولې په ماینونو پوښل شوې وې او اکمالات یو څه ستونزمن شوي وو، نو له دې امله هغوی اسیر شوي دي."

د راپورونو له مخې وسله‌والو طالبانو د پکتیا د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ په غځېدلو لارو کې ماینونه ځای پر ځای کړي چې د سیمې خلک‌یې هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د پکتیا د مرکز ګردېز اړوند په ابراهیم‌خېلو سیمه کې د عامه نظم د پوستې ۴۲ سرتېري له وسلو او تجهیزاتو سره یوځای دوی ته تسلیم شوي دي.