د ولسمشر غني سلاکار نبي مصداق ومړ

د ولسمشر غني مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق

د ولسمشر محمد اشرف غني مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق د ۷۷ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

جمهوري ریاست نن په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني په حواله لیکلي، ارواښاد مصداق کلونه کلونه د ژورنالیزم له لارې د مظلومو افغانانو غږ پورته کړی.

بل‌خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د نبي مصداق مړینه یوه ضایعه وبلله.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ژورنالیزم د ډګر ځلانده ستوري نبي مصداق له دې نړۍ سترګې پټې کړې. ارواښاد نبي مصداق د ژورنالیزم په برخه کې د هېواد او هېوادوالو لپاره څو لسیزې خدمت کړی دی."

نبي مصداق چې لیکوالي یې هم کوله او د خبریال په توګه‌یې هم پخوا دنده ترسره کړې، تېره شپه د کرونا ناروغۍ له کبله ومړ.

د نوموړي دوه کتابونه چاپ شوي او یو ناچاپ اثر لري.